د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ارزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چهارچينو  ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۲۵
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د ارزګان والي ښاغلي عبدالرحمن مسلم کندزي، د چهار چينو ولسوال، یو شمېر نورو مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزیر د دغه روغتون جوړېدل د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره  روغتيا برخه کې يو مهم ګام وباله او ويې ويل: د دې ډول پروژو پلي کېدل به لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او د خلکو روغتيايي اړتیاوو ته به پر وخت ځواب ووایي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۵۶
Background image

عامې روغتیا وزارت د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د «هیپاټیټس ناروغۍ د وقایوي خدمتونو او پاملرنې ادغام په روغتیايي سیستم کې» تر شعار لاندې د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه تر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د پکتیکا د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه د عامې روغتیا وزارت او ATOA مؤسسې ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم پکتیکا ولایت کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه د تر سره کړي نظارت په اړه د ATOA مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۶
Background image

د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS