د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۰ بستریز ولايتي روغتون له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه
د دې ليدنې پر مهال د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس الحاج شيخ محمد طاهر حليم، د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص او ګڼ شمېر نورو دولتي مسؤلينو ګډون کړی و، چې موخه يې د روغتون د ودانیزو چارو د پرمختګ ارزونه او د پروژې د تطبیق له بهیر څخه ډاډ ترلاسه کول وو.
د یاد روغتون په جوړېدو سره به د دغه ولایت اوسېدونکو ته د معیاري او تخصصي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او روغتیايي خدمتونو ته به يې لاسرسی پراخ شي.
