د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دایمیرداد ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۱:۵۸
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي، د عامې روغتیا رئیس حافظ سعید الرحمن قادري، د دایمیرداد ولسوال، د یو شمېر نورو ولايتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر دغه روغتیايي پروژه د ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدمتونو د لاسرسي اسانتیا، د اساسي روغتیايي اړتیاوو پوره کولو او معیاري درملنې برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل: د داسې روغتونونو جوړېدل به په لرو پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو ترڅنګ خلکو ته د معیاري او پر وخت درملنې زمینه برابره کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته باکیفیته، عادلانه او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او معیارونو لا ښه والي په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اوولسمه فقره

د ممنوعه خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو قاچاق کوونکو ته د دې قانون له حكمونو سره ســـــم لاندې تعزيري سزا ورکول کېږي:

الف ـ ياد توکي درمل او روغتيايي محصولات د دې قانون له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د کابل د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکونې او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم له لوري په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له دندان معاصر، رفاه معالجوي او میوند فاروق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۴
Background image

د استاد قیام الدین خادم عالي لېسې څه باندې ۱۳۰۰تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS