د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي، د عامې روغتیا رئیس حافظ سعید الرحمن قادري، د جغتو ولسوال، د یو شمېر نورو ولايتي ادارو مسؤلینو او د ولسوالۍ مخورو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر دغه روغتیايي پروژه د ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي پراخولو، د لومړنیو روغتیايي اړتیاوو پوره کولو او معیاري درملنې په برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل: د دغو روغتونونو جوړول به په لرو پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو کچه لوړه کړي او خلکو ته به د باکیفیته، پر وخت او معیاري درملنې زمینه برابره کړي.
ښاغلي وزیر زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونه ورسوي او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او معیارونو د پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
