د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما د بشري حقونو اړوند پلاوي سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د بشري حقونو د خدمتونو له مشرې، اغلې فیونا فریزر او مل پلاوي سره د روغتیايي خدمتونو پر اوسني وضعیت، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د مساوات پر پیاوړتیا، د خلکو د لاسرسي پر پراختیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه ادارو پر اغېزمنې همکارۍ هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د نړیوالو بنسټونو د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د هېواد روغتیايي اړتیاوو ته په کتو د نړیوالو مرستو زیاتوالی او دوام د معیاري او عادلانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
هغه همداراز زياته کړه، چې بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي او د افغان ولس د اړتیاوو، بشري اصولو او روغتیايي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره باید په لازم وخت کې تر سره شي.
