د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د میډیپول روغتونونو او روزنیز ګروپ له پلاوي سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې د یاد ګروپ پلاوي د ناروغانو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړولو، د عاجل امبولانس خدمتونو برخه کې د همکارۍ، روغتیا برخه کې د تجربو د شریکولو او د روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو په اړه خپل وړاندیزونه او د همکارۍ طرحې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې کړې.
د عامې روغتیا وزیر، راغلي پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل: زموږ هېواد روغتیا برخه کې لا ډېرو کارونو او هڅو ته اړتیا لري، په دې برخه کې د ټولو همکاري او هڅې د ستاینې وړ دي او موږ چمتو یو، چې روغتیا برخه کې له همکارو بنسټونو سره ګډ کار وکړو.
