د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دې هېواد د روغتیا او کورنۍ هوساینې له وزیر جګت پراکاش ندا سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۳۱
moph

په دې لیدنه کې د روغتیايي اړیکو پر پیاوړتیا، د روغتیایي کارکوونکو تر منځ د تجربو تبادلې، د افغان روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې ته د زمینې برابرولو، د معیاري درملو افغانستان ته را واردولو، د سرطان د درملنې برخه کې د درملو او ظرفیت لوړونې، افغان ناروغانو ته هند کې د درملنې او ویزې برابرولو پر اسانتیا، د افغانستان روغتیایي مراکزو ته د طبي تجهیزاتو برابرولو او ځینې نورو مواردو اړوند خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د هند هېواد له وروستیو همکاریو مننه وکړه او د روغتیایي سیستم د لا ښه والي په موخه یې ځینې موضوعات له ښاغلي ندا سره شریک کړل.

بل لور ته د هند هېواد د روغتیا وزیر د خپلو خبرو په جریان کې وویل، مونږ تعهد لرو، چې د افغانستان له ولسونو سره د درملو، واکسین او نورو اړینو برخو کې همکارۍ ته ادامه ورکړو، او په وینا یې په نږدې کې به د کابل صحت طفل روغتون لپاره یو سي ټي سکین ماشین، ځینې درمل او واکسین ولیږي، نوموړي وویل: د افغان ناروغانو د درملنې لپاره به هڅه وکړي چې لا اسانتیاوې رامنځته کړي او په وینا یې هر ډول همکارۍ ته اماده دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS