د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر کورومیا تاکایوشي سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د ونډې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
ښاغلي وزیر همداراز د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون او افغان جاپان روغتون سره د جاپان هېواد له مرستې مننه او قدردانی وکړ.
د جاپان هېواد سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړه او و یې ویل، چې په نږدې کې به د دغه هېواد له لوري دیارلس مجهز امبولانسونه او د درملو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وشي.