د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د علمي کمپلکس فارما د زرقي سیفالوسپورین (سفټریاکزون ) د تولید خط پرانسته کې ګډون وکړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۳۷
MOPH

په دې پرانسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، امارتي چارواکو، د خصوصي سکتور استازو او ګڼو اکاډمیکو شخصیتونو ګډون درلود ښاغلي وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې دا پرانسته یوه ارزښتمنه او مهمه پرانسته وبلله او د هیواد دننه د با کیفیته درملو په تولید یې ټینګار وکړ.

ښاغلي وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل هڅه یې د هیواد دننه پانګه والو ته د درملو د تولید برخه کې د زمینې مساعدول دي تر څو په کور دننه د درملو برخه کې خودکفاء شو ، هغه همدارنګه زیاته کړه کاري لمړیتوب یې د درملو د کیفیت ښه والی او د داخلي درملو ملاتړ دی.

د علمي کمپلکس درملو فابریکي مؤسس ډاکتر میرویس علمي وویل: زمونږ موخه یواځې تولید نه دی، بلکې د نړیوالو معیارونو سره سم کیفیت، د خلکو باور او د روغتیايي سکتور پیاوړتیا ده.

د یادونې وړ ده په ټولییزه توګه د علمي کمپلکس فارما په تولیدي فابریکه کې نږدې ۲۵ میلیونه ډالر پانګونه شوې ده، چې یوازې د زرقي سیفالوسپورین ځانګړې برخه کې یې شاوخوا ۳ میلیونه ډالره پانګونه وشوه.

په پرانسته کې د شته مسؤولینو په وینا دا پروژه به د خلکو لپاره باکیفیته او ارزانه درمل برابر کړي، د وارداتو اړتیا به کمه او کورني تولیدات به پیاوړي کړي چې دا د هیواد د ځان بسیاینې، ملي تولید او د روغتیايي سکتور د ودې لپاره یو مهم ګام دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS