د افغانستان د عامې روغتيا وزير د بيرته را ستنيدونکو افغان مهاجرينو لپاره د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو په موخه د عامې روغتيا وزارت له رئيسانو او مسؤولینو سره ناسته تر سره کړه
په دې ناسته کې د ښاغلي وزير له لوري سپارښتنه وشوه چې هر څه ژر تر ژره په ننګرهار ، کندهار او په ځينې نورو لارو د را ستنیدونکو افغانانو لپاره روغتيايي خدمات لا معياري او ټولو هغه برخو ته رسېدنه وکړي چې اړتيا ليدل کيږي ، د کميټې په جوړولو او تطبيق ټينګار وشو چې په نږدې کې به عملي شي.
هېره دې نه وي د عامې روغتيا وزارت له لوري په طورخم او کندهار کې څه موده وړاندې د بيرته را ستنیدونکو افغانانو لپاره ځانګړي روغتيايي مراکز جوړ شوي ، چې لا نور به غښتلي او معياري کړل شي.