د الجامعة الاسلامیه الحماديه مدرسې زده کوونکو ته د نشه يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه معلومات وړاندې شول.
