د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عامې روغتیا وزارت اداري کارکوونکو ته “ د انرژۍ د سپما او ورڅخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې” تر عنوان لاندې د یو پریزنټیشن په ترڅ کې عامه پوهاوی ترسره شو
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عامې روغتیا وزارت اداري کارکوونکو ته “ د انرژۍ د سپما او ورڅخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې” تر عنوان لاندې د یو پریزنټیشن په ترڅ کې عامه پوهاوی ترسره شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت استازو د یاد پریزنټیشن په ترڅ کې ګډونوالو ته د انرژۍ د سپما او د هغې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل ، انرژي یې د انسانانو په ژوند کې یو له مهمو اقتصادي سرچینو یاده کړه او په همدې موخه یې له ګډونوالو وغوښتل، چې د یاد پریزنټیشن په ترڅ کې د انرژۍ د سپما او اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه زده کړي موضوعات په خپلو هستوګنځیو او اړوندو ادارو کې پلي کړي؛ څو د انرژۍ د سپما په مرسته وکولای شو خپل هېواد له اقتصادي اړخه غني کړو.