د اکمال تخصص برنامې د لا پیاوړتیا په موخه د بهر میشتو افغان متخصصینو سره انلاین مجلس تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۴:۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست مسؤلینو د یوې ناستې په ترڅ کې د بهر مېشتو افغان متخصصینو سره د څېړنې پروسې او طبي ژورنال د معیاري کولو په موخه انلاین لیدنه ترسره کړه.

دغه ناسته د اکمال تخصص عمومي رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر په مشرۍ په بهرنیو هېوادونو کې د مېشت افغان متخصصینو او د اکمال تخصص ریاست مسؤلینو په شتون کې جوړه شوې وه، چې موخه یې د څېړنې پروسې او طبي ژورنال معیاري کول دي، ترڅو په نږدې راتلونکي کې د څېړنې میتود او ژورنال د مرکز کابل او ولایتونو په ټولو تخصصي روغتونونو کې د اړونده څانګو مسؤلینو، ټرینرانو او ټریني ډاکټرانو ته په معیاري توګه تدریس او عملي شي.

په دې لیدنه کې همداراز افغان بهر مېشتو متخصصینو د اکمال تخصص عمومي ریاست ته د یادو برخو د بډایه کولو په موخه د خپلو وړاندیزونه او نظرونو شریکولو سربېره د څېړنیزو کورسونو او ژورنالونو د تنظیم او په دې برخه کې د موادو او میتودونو د چمتو کولو هر اړخیز داډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې د تخصصي برنامو د بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS