د اکمال تخصص دلوی ریاست خبرتیا!

akbari_admin

د COMPREHENSIVE آزموینه:

هغو ډاکټر صاحبانو چی د اکمال تخصص پروګرام یی په تخصصی روغتونو کښی په ۱۴۰۱ کال کی  پای ته رسولی او د دوی مونوګرافونه د اکمال تخصص د علمی کمیټی لخوا تایید شوی دي او  هم هغه ډاکټران  چی د خارج مرز اسنادو د تخصصی کمیټی لخوا د Comprehensive آزموینی ته پیژندل شوی ، د دوی آزموینه په عامی روغتیا  په وزارت کښی اخیستل کیږی.

په شرایطو برابر ډاکټر صاحبان دی د نوموړی آزموینی د ګډون لپاره له 30/ 06/1402 الی 10/07/1402 نيټی پوری د عامی روغتیا وزارت سایت د (http://149.54.11.150/recrutement/web/fa/webform/moph_recrutement) لینک څخه په آنلاین توګه نوم لیکنه وکړی او د لارښوونی سره سم خپل د آزموینی دګډون کارت دی ترلاسه کړی. در آزموینی په ورځ خپل دآزموینی دګډون کارت او دتابعیت تذکره له ځان سره راوړی.

یادونه: دآزموینی نیټه وروسته اعلانیږی، د ستونزو د حل لپاره د (0788209637)واتساپ شمیری سره ا‌‌‌‌ړیکه ونیسۍ.

۵ /۳/۱۴۴۵  مطابق  ۲۹/۶/۱۴۰۲

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۱:۲۱
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: په ارتقایي او وروستۍ ازموینه د ټریني ډاکټرانو لپاره د شمولیت شرایط:

د نصاب پلي کولو او د تخصص برنامې په معیاري بڼه ترتیب کولو لپاره ټول محترم ټریني ډاکټران اړ دي، چې په ارتقایي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۱:۱
Background image

د اکمال تخصص برنامې د ستوماتولوژي څانګې د انټرنس ازموینې لپاره ریفرینس کتابونه!

د ستوماتولوژي څانګې د انټرنس ازموینې لپاره ریفرینس کتابونه!

(د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص برنامې ته د داخلېدل ) کال ۱۴۴۶ هـجري قمري/ ۱۴۰۴ هـ ش

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۲۲
Background image

د اکمال تخصص برنامې داخلې او جراحي څانګو د انټرنس ازموینې لپاره ریفرینس کتابونه!

د داخلې او جراحي څانګو د انټرنس ازموینې لپاره ریفرینس کتابونه!
(د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص برنامې ته د داخلېدل ) کال ۱۴۴۶ هـجري قمري/ ۱۴۰۴ هـ ش

Back to announcements