د اکمال تخصص د څیړنې میتودولوژي په موخه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۵:۱۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص ریاست له لوري د تخصصي برنامې استادانو سره د Research Methodology Curriculum (څېړنې میتودولوژي نصاب) د شریکېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د اکمال تخصص عمومي رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر، د تخصصي برنامې استادانو او د څېړنې میتودولوژي برخې مسؤلینو شتون درلود.

د اکمال تخصص ریاست مسؤلینو له لوري د څېړنې میتودولوژي نصاب د تخصصي برنامې له استادانو سره شریک او د استادانو له لوري موضوعګانې انتخاب شوې، چې له مخې به یې د روان کال څلورمې ربعې په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د ټریني ډاکټرانو لپاره د څېړنې میتودولوژي کورسونه پیل شي.

په دې ناسته کې د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر وویل: ټاکل شوې د تخصصي برنامې هغه استادانو له لوري چې د څېړنې میتودولوژي برخه کې یې له وړاندې زده کړې ترلاسه کړي، د مرکز او ولایتي تخصصي روغتونونو ټولو ټریني ډاکټرانو ته په (۵۵)بېلا بېلو دورو کې روزنیز کورسونه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS