د اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

نېټه: ۳/۳/۱۴۰۳

موضوع: د ۱۴۰۳ هـ ش کال د اکمال تخصص برنامې ترینري ازموینه.

د اکمال تخصص برنامې د ترینري ازموینې نوماندانو د پام وړ!

په پام کې ده د اکمال تخصص برنامې ترینرۍ تیوري ازموینه د ۱۴۰۳ کال د جوزا میاشتې په ۹مه او ۱۰ مه چهارشنبې او پنجشنبې ورځو کې چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې له ۲۰ مې او ۲۱ مې نېټې سره سمون لري د عامې روغتیا وزارت کې واخیستل شي.

د یادې ازموینې کارت به ټولو وړ نوماندانو ته د خپلو برېښنا لیکونو له لارې واستول شي.

یادونه: د ازموینې په ورځ دې نوماندان د ازموینې کارت او خپله اصل تابیعت تذکره له ځانه سره ولري نوماندان باید د دې اعلان په ضمیمه کې د خپاره شوي مهالوېش سره سم، د ازموینې ځای ته راشي.

د ستونزو په صورت کې د دې واټساپ شمېرې سره په اړیکه کې شئ (۰۷۸۲۰۹۶۳۷

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

د وینې مرکزي بانک خبرتیا!

د وینې مرکزي بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د لوی اختر په ورځو شپو کې به د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې خپل ۲۴ ساعته خدمات په منظم او دوامدار ډول وړاندې کوي.

درنو هېوادوالو!

که . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي روغتونونو ټرینري تخصص بستونو ازموینې  پایلې!

د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي روغتونونو ټرینري تخصص بستونو ازموینې  پایلې!

https://nexa.gov.af/fa/result/114/search 

د ازموينې ګډونوال، که د ازموینې پايلو په تړاو شکایت لري، . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۶ هـ ش کال د تخصص برنامې شمولیت ازموینې د منابعو (ریفرنسونو) اعلان!

ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست د پلان له مخې د عامې روغتیا وزارت د تخصص . . .

Back to announcements