د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: په ارتقایي او وروستۍ ازموینه د ټریني ډاکټرانو لپاره د شمولیت شرایط:

د نصاب پلي کولو او د تخصص برنامې په معیاري بڼه ترتیب کولو لپاره ټول محترم ټریني ډاکټران اړ دي، چې په ارتقایي او وروستۍ ازموینه کې د شمولیت په موخه لاندې موارد بشپړ کړي.

۱- د ټریننګ د کلني د نصاب له مخې د لاک بوک بشپړول.

۲- د ټریننګ له دویم کال څخه وروسته د څېړنې (Research)  بشپړول.

له همدې امله د پورتنیو ټولو مراتبو په نظر کې نیولو سره  د تخصصي روغتونونو ټولو محترمو ټریني متخصصینو ته خبر ورکول کېږي، چې له پورتنیو مواردو د نه بشپړېدو  په صورت کې په ازموینه کې د ګډون وړ نه دي او نه شي کولای په ازموینه کې ګډون وکړي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۷
Background image

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسس . . .

Back to announcements