د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

نېټه: ۲۰/۱/۱۴۰۴

د علمي-طبي تخصصي کادر غړو او ټریني ډاکترانو د پام وړ!

موضوع : د روغتیا سمپوزیم ته د ارایې په موخه د څېړنیزو مقالو او څیړنیزو اثارو راټولول

 ټاکل شوې ده نږدې راتلونکي کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا تر نامه لاندې سمپوزیم جوړ شي، څېړنیزې مقالې او څېړنیز اثار په کې ګډونوالو ته وړاندې شي، په همدې اساس د اکمال تخصص برنامې ټولو کادري استادانو او ټریني ډاکترانو ته خبر ورکول کېږي؛ تر څو خپلې څېړنیزې مقالې او څېړنیز اثار په یاد سمپوزیم کې د وړاندې کولو لپاره د اکمال تخصص لوی ریاست سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده، چې رالېږل شوې څېړنیزې مقالې او څېړنیز اثار  به د اکمال تخصص لوی ریاست د علمي کمېټې له لوري د ارایه کولو لپاره ټاکل کېږي، غوره څیړنېزې مقالې او څېړنیز اثار به د قانون په رنا کې په سمپوزیم کې له وړاندې کولو وروسته مادي او معنوي امتیاز ولري.

څېړنیزې مقالې او څېړنیز اثار د سافټ په بڼه د لاندې برېښنا لیک له لارې د اکمال تخصص لوی ریاست سره شریک کړئ.

Email add: academic.affairs-directorate.pgme@moph.gov.af

په درنښت

د اکمال تخصص لوی ریاست

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۷
Background image

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسس . . .

Back to announcements