د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د اکمال تخصص برنامې ازموینه comprehensive

موضوع: د ټریننګ دورې فایلونه

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې (comprehensive) ازموینه، د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ اخیستل کېږي.

 یو شمېر محترمو نوماندانو تر اوسه پورې د اکمال تخصص لوي ریاست ته خپل د ټریننګ دورې فایلونه نه دي سپارلي، په داسې حال کې چې د ټریننګ دورې فایل د اکمال تخصص  comprehensive  ازموینې کې د ګډون لپاره اړین دی.

له همدې امله، د دې اعلان په خپرولو سره، د محترمو ډاکټرانو د شهرت جدول د معلوماتو لپاره شریک شوی دی، هیله ده چې دوی به د ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې تر ۲۶ مې نېټې پنجشنبې ورځ پورې خپل د ټریننګ دورې فایلونه د اکمال تخصص لوی ریاست ته وسپاري؛  ترڅو دوی له پورته ذکر شوي ازموینې څخه محروم نه شي، که نه نو وروسته مسؤلیت به د نوماندانو په خپله غاړه وي.

د اړتیا په صورت کې محترم نوماندان کولای شي د لاندې WhatsApp شمېرې سره اړیکه ونیسي.

(۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷)

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۷
Background image

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسس . . .

Back to announcements