د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ترینری آزمویني نوم لیکنه:

په نظر کې ده چې د اکمال تخصص برنامو ته د مختلفو رشتو د ترینرانو د جذبولو آزموینه واخیستل شي. هغه محترم نوماندان چې د شرایطو وړ دي د لارښود سره سم د لاندینی لینک څخه په ګټه اخیستلو سره په انلاین بڼه نوم لیکنه وکړئ.

یادونه: د آزمویني بریالي شوي نوماندان د لوړو نمرو په پام کې نیولو د دوي په خوښي سره د روغتونونو تش بستونو ته ورپیژندل کېږی.

محترم نوماندان کولای شي چې د خالي بستونو جدول او د آزموینی هغه ریفرنس چې پخوا په ۱۵/۱۰/۱۴۴۴ نیټې د عامې روغتیا وزارت په سایت کې خپور شوي وو هم وګورئ.

د نوم لیکني لارښود:

  • د عامې روغتیا وزارت له سایت څخه د (https://forms.gle/6jmF8h2zxs81eM7R7) لینک څخه په ګټه اخیستلو سره د نوم لیکني سیستم ته ننوزي.
  • د ټولو اړینو برخو بشپړول ضروري دي.
  • د پاسپورت سایز ۴*۳ عکس چې زمینه يې سپینه وي او ستاسو د اوسني څیري ښکارندوی وي.
  • د ټولو سندونو واضحه او روښانه سکن.
  • د خپلی تخصصی رشتي سره سم انتخاب وکړئ.

د ترینری آزموینه کې د ګډون شرایط:

  1. د تخصص له برنامي څخه د فراغت سند درلودل
  2. د ۴۵ کلنۍ عمر نه بشپړول
  3. د تخصص د دوری او د مونوګراف دفاع د نمرو لږترلږه د  ۸۵٪ لرل.
  4. په لومړی چانس کې د تخصص د دورې د آزموینو او مونوګراف (علمی-څېړنیزې رسالې) په بریالیتوب سره تېرول.

نوټ: د ستونزو د حل لپاره د (7078820963) واتساپ شمیری سره ا‌‌‌‌ړیکه ونیسئ.

ریفرینس یې دلته موندلائ شۍ.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتيا!

د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینري ازموینې درنو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، چې د د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینرۍ ازموینه به د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص د ټرینرۍ ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص ټرینرۍ ازموینه، د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي. هغه متخصصین چې د یادې . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د طب پوهنځیو فارغانو د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!

د طب پوهنځیو فارغانو د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!

بشپړ معلومات په لاندې لینک کې : 

https://nexa.gov.af/fa/candidate/13/search

Back to announcements