د اکمال تخصص لوی ریاست عملیاتي ریاست د شهید سردار محمد داود خان تخصصي روغتون کې د اکمال تخصص برنامې څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۸
MOPH

د دې نظارت موخه د اکمال تخصص برنامې معیاري کول دي؛ ترڅو په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص عملیاتي ریاست د چمتو شوي چک لیست سره سم د موضوعاتو اهمیت او د نصاب پلي کولو ته ( Logbook، bedside teaching ،Morning report، Morning visit، Case presentation، ) د استادانو لکچرونو، د استادانو او ټرینیانو کنفرانسونو، د عملي پروسیجرونو پلي کولو او د تخصص پروګرام نورو اړوندو موضوعاتو ته جدي پاملرنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې د نظارت دا لړۍ به د شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي او دا پروسه د مرکز او ولایتونو په ټولو تخصصي روغتونونو کې هم د پلي کېدو وړ ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۴
Background image

په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، متخصص دوکتور فضل‌ الله سیرت د یاد هېواد په ازمیر ښار کې جوړ شوي نړیوال درې ورځني کنفرانس کې ګډون وکړ

دغه کنفرانس چې د روغتیا، کلتور او سیاحت په موضوعاتو جوړ شوی و، په کې د نړۍ له ۳۲ هېوادونو څخه سفیرانو، اتشو او د ترکیې د عامې روغتیا وزیر برخه اخیستې وه.

د یاد کنفرانس په پیل کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

کندهار ولایت کې لس ټنه له نېټې تېر درمل له منځه یووړل شول

دغه درمل د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له بېلابېلو درملتونونو څخه راټول شوي وو، چې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د وزیر محمد اکبر خان روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه. . .

BACK TO NEWS