د ایډز، جنسي ناروغيو او هیپاټایټس د کنټرول او مخنیوي لارښودونو د بیا کتنې تخنیکي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۵
MOPH

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د ايډز، جنسي ناروغيو او هیپاټايټس د کنټرول ملي پروګرام له لوري ترسره شوه، چې په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئيسانو، د ملي او نړیوالو ادارو او تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل:( دا لارښود د خدماتو د کیفیت ښه والي او د ایډز او هیپاټایټس ناروغانو د وضعیت ښه مدیریت لپاره له تاسو سره شریک شوی دی، چې خپل تخنیکي نظرونه، وړاندیزونه او تجربې له موږ سره شریکې کړئ، تر څو دا لارښود د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم په ښه توګه چمتو او تطبیق شي.

ښاغلي مرستيال همداراز، د عامې روغتیا وزارت له لوري د ایډز او هیپاټایټس د کنټرول برخه کې د ترسره شویو هڅو یادونه وکړه، او و یې ویل دا هڅې لا کافي نه دي او له نړیوالو همکارانو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت سره همکاري وکړي.

سربېره پر دې، د عامې روغتيا وزارت د ايډز، جنسي ناروغيو او هیپاټایټس د کنټرول ملي پروګرام تخنیکي همغږي کوونکي، ډاکټر محمدالله نورزاده او د پروګرام یو شمېر نورو همکارانو د پرېزینټېشنونو په ترڅ کې د لارښود د بیاکتنې، د خپلو ادارو د فعالیتونو، ستونزو، حل لارو او وړاندیزونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، د ملي او نړیوالو ادارو او تطبیق کوونکو مؤسسو استازو د ياد لارښود د ښه والي په اړه خپلې نظرونه شريک کړل، چې په پای کې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی رئيس، ډاکټر حیدر خان حیدر د غونډې عمومي پايلې وارزولې او ژمنه یې وکړه، چې د ياد لارښود د ښه والي لپاره به د هغوی نظرونه په اغېزمنه توګه وکارول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS