د باکتریالوژي کلچر او انټي بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو امریت له لوري د لابراتواري خدمتونو د کیفیت لوړولو او د مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت (AMR) تشخیص او کنټرول په موخه، د باکتریالوژي کلچر او انټي بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دې روزنیز پروګرام کې د مرکزي لابراتوارونو د ۱۶ تنو مسلکي کارکوونکو سربېره د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، لوګر، کونړ او لغمان ولایتونو د لابراتوارونو کارکوونکو هم ګډون کړی و.
د روزنې په ترڅ کې ګډونوالو ته د بېلابېلو کلینیکي نمونو کلچر، د باکتریاوو پېژندنې، د انټيبیوګرام د ترسره کولو، د انټيبیوټیکونو پر وړاندې د باکتریاوو د حساسیت معلومولو او لابراتواري خوندیتوب په برخو کې نظري او عملي زدهکړې وړاندې شوې.
د مرکزي لابراتوارونو آمر، ډاکټر مسعود دلسوز له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه په خپلو اړوندو لابراتوارونو کې په عملي توګه تطبیق کړي.
