د بغلان ولایت د پولیو کمپاین ناظمینو لپاره روزنیز پروګرام  پرانیستل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
moph

د بغلان عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت له لوري د پولیو کمپاین د ناظمینو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام پرانیستل شو.

په دې پروګرام کې، چې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان استازو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو او ناظمینو ګډون کړی و، د بغلان عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤل، ډاکټر فیصل احمدزي د پولیو ناروغۍ د مخنیوي پر اهمیت وینا ترسره او ویې ویل: (پولیو ناروغي لا هم د ماشومانو د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.)

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دې روزنیز پروګرام له لارې به ناظمین د کمپاین د ښه مدیریت، د ټیمونو د سمې لارښوونې او خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخو کې لازم مهارتونه ترلاسه کړي.

دا ډول روزنیز پروګرامونه د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې مهم رول لري او د کمپاین د بریا لپاره د ناظمینو ظرفیت لوړول اړین دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵
Background image

د محصلینو او زده‌کوونکو لپاره د نشه‌يي توکو د کارونې مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې له لوري د محصلینو او زده‌کوونکو د پوهاوي کچې لوړولو او نشه‌يي توکو ناوړه پدیدې پر لور د ځوانانو د تمایل مخنیوي په موخه، رازي د طبي علومو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د روغتیا ملي ستراتیژۍ د ستراتیژیک (تطبیقي) پلان په اړه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د عامې روغتیا وزارت د قدرمنو مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او تخنیکي مشاورینو په حضور کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې د عامې روغتیا وزارت د ستراتیژۍ د تطبیقي پلان او روغتیا ملي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۷
Background image

د پنجشېر ولایت د روغتیايي مرکزونو ۳۶ کارکوونکو ته د مورزادي ناروغیو لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې روزنه ورکړل شوه

د پنجشېر ولایت د روغتیايي مرکزونو ۳۶ تنو کارکوونکو ته د مورزادي ناروغیو (Congenital Anomalies) لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه. . .

BACK TO NEWS