د بيا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (1405 مالی کال لپاره، د شیخ زاید د روغتون د اړتيا وړ، ۳۰۰۰ د اکسیجن بالونونه چمتو کولو او برابرولو پروژې) چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/NCB/G-2432) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرط پاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونه او د شرط پاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر (دوشنبې) ورځې، چې د (۲۰/۷/۱۴۰۵)هـ ش نېټې سره سمون لري، ترتيب او په یاده نېټه د سهار په (۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې، د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري.
ناوخته رسیدونکي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې تر سره کېږي.
