د بېګم مؤسسې له استازې سره د همغږۍ او هوکړه‌لیک په تړاو ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۵۸
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د روغتیايي حقونو ملاتړ ریاست مسؤلې ډاکټرې مقدسې دوران، د بارورۍ، میندو، نویو زېږېدلو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا ریاست مسؤلې ډاکټرې منیژې مسکین‌یار او د وزارت د یو شمېر مرکزي ریاستونو استازو ګډون کړی و.

په یاده ناسته کې د بېګم مؤسسې استازې په کابل، بامیان او دایکندي ولایتونو کې د خپلو فعاليتونو او د دې ولايتونو له اوسېدونکو سره روغتیا برخه کې د مرستو او همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ناستې ګډونوالو څرګنده کړه، چې له یادې مؤسسې سره به د روغتیا اړوند پروژې هوکړه‌لیک، د مور او ماشوم د روغتیايي حقونو ملاتړ او د بارورۍ، میندو، نویو زېږېدلو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا ریاستونو تر دقیقې ارزونې او لازمې همغږۍ وروسته لاسلیک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS