د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیلېږي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۵۹
MOPH

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د تخار والي مولوي سمیع‌الله حزب‌الله، د ورسج ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزیر د دغه روغتون جوړېدل د سیمې د اوسېدونکو لپاره یو مهم روغتیايي ګام وباله او ویې ویل، چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره او روغتیايي خدمتونو ته به د هغوی لاسرسی اسانه شي.

یاد روغتون به د اکسیجن مرکزي سیستم او پولیي کلینیک ولري.

د دې پروژې قرارداد د ۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ورکړل شوی، چې ساختماني چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لړۍ پیل کړې، څو روغتیايي خدمتونه پراخ، د هېوادوالو روغتیايي اړتیاوې په خپلو سیمو کې پوره او ورته باکیفیته خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۱۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت ځانګړي پلاوي د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر تر سره کړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې مسؤلینو د افغانستان د روغتیا له دویم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز عمومي رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي، د دغه مرکز اجرائیوي رئیس مولوي محمد پیمان او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو د افغانستان د روغتیا د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان‌وردک او لوګر ولایتونو کې د ۱۵۰ روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول آمريت د میدان‌وردک او لوګر ولایتونو د ۱۵۰ تنو ډاکټرانو، قابلو او ټولنیزو روغتیايي. . .

BACK TO NEWS