د تسلیت پېغام!

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۹:۲۶
moph

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د خوست ولایتي روغتون د عمومي داخلې ټرینر متخصص رنځورمل ډاکټر محمد اشرف ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی “ اِنَّا لله و اِنَّا اِلیهِ راجِعُون “.

مرحوم ډاکټر محمد اشرف ځدراڼ نږدې یوه لسیزه د هیواد ځوانان د علم په ګاڼه سمبال او د هیوادوالو د روغتیایي خدماتو لپاره روزلي وو،مرحوم ځدراڼ د روغتیایي سیستم یو با استعداده او مخلص علمي کادر وو چې تر ډېره یې د خپل اخلاص په اساس د ولسونو رضایت تر لاسه کړی وو.

مونږ د مرحوم ډاکټر اشرف ځدراڼ مړینه یواځې د خوست د روغتیایي سیستم لپاره نه بلکې د ټول هېواد د اوسېدونکو او روغتیایي سیستم لپاره یوه ستره ضایعه بولو ، د مرحوم کورنۍ او ټولو روغتیایي کارکوونکو ته د دې سترې ضایعې تسلیت وایو.

د مرحوم معززې کورنۍ ، دوستانو ، خواخوږو او د روغتیایي سیستم ټولو کارکوونکو ته له پاک رب د صبر جمیل غوښتونکي یو او په دې ستره غمیزه کې له ټولو خواخوږو سره یې ځان شریک بولو،  له پاک رب څخه مرحوم ډاکټر اشرف ځدراڼ ته د بښنې ، سترو درجاتو او جنت الفردوس دعا کوو.