د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د صحت طفل-اندراګاندي روغتون د اړتیا وړ ۵۵ قلمه انستیزي قلبي انټي بیوټیک انالجیزیک درملو برابرول او تدارک) چې د تړون پېژندنې شمېره یې( MOPH/1404/NCB/G-2212)ده. د (سلیم سلامت تجارتي شرکت ) ته ورکړي، یاد شرکت چې د ( ۶۹۳۵۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( هوتل پروان ۱۵ ناحیه، کابل مرکز ) کې دی. چې د تړون بیه یې (5،179،576.4 ) پنځه میلیونه یو سل نهه اویا زره پنځه سوه شپړ اویا اعشاریه څلور افغانۍ په قرارداد ورکړل شي.
د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
