د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د اندراګاندي ماشومانو د درملنې روغتون د یوې حلقې څاه کیندلو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د اندراګاندي ماشومانو د درملنې روغتون د یوې حلقې څاه کیندلو پروژې چی د تړون شمېره یې(MOPH/NCB/IGICH/1403/W25) ده.

 د ( انور حیاتي ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (46761) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (قلعه وزیر، د الحاج محمد هاشم سوداګریز مارکیټ، پنځمه ناحیه، کابل، افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې(۱۱۹۷۶۹۰) یو میلیون، یو سل اووه نوي زره، شپږ سوه او نوي افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند دینگي تبې د خبرتیا پوسترونو فورمونو چاپ او د خبرتیا فورمونو چاپ تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۹:۵۶
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ملاریا او نورو نقلوونکو ناروغیو ملي پروگرام د اړتیا وړ (د ډینګي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند  شیخ زاید نیورساینس ملي او تخصصي روغتون د اړتیا وړ ۷۸ قلمه درملو چې د . . .

Back to tenders