د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د هیموډیالیز پروژې د اړتیا وړ د ۹ قلمه هیموډیالیزمصرفي توکو چمتو کول او تدارک پروژه چې د MOPH/HNDP/NCB/1403/G01 ریفرینس شمېرې لرونکی ده د (آرین پکتین سهار لمیټد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-20684) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خوست لین مومند مارکیت,گردیز,پکتیا) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (28,200,000) اته ویشت میلیون او دوه سوه زره افغانی ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.