د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د محمد علي جناح روغتون د اړتیا وړ ۱۱ قلمه اکسری فلمونو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G04 ده تړون یې د (نوی سالار سلطان لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۲۲۲۶۷) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دریمه حصه، مرکز كابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (۲،۹۱۴،۵۸۸) دوه ميليونه نهه سوه څوارلس زره پنځه سوه اته اتیا افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.