د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالی کال لپاره د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د اړتیا وړ قرطاسیې او چاپي موادو تدارک او برابرولو پروژې تړون، چې د پیژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2329)ده، د (آریا استیشنري لمتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-7052) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شهرنو، صدارت څلورلارې، کابل مرکز، کابل) کې دی او د تړون بیه (944,000) نهه سوه څلور څلویښت زره افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
