د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست د شعبو بیارغونې پروژه چې د تړون شمېره یې (MOPH/NCB/1403/W-03) ده. د (د اکا ودانیز او پراختیایي شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (D–27587) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیرخانې درېیمه حصه، د لب جر دریم سرک، اتم نمبر کور، کابل، افغانستان، ) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه (۵۸۲۰۰۰) پنځه سوه دوه اتیا زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د سرطان د کنټرول ملي پروګرام لپاره د یو پایې CT-SCAN ماشین برابرول . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۶
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د هیموډیالیز پروژې لپاره سلوشن او سوډیم بای کاربونیټ پوډرنو برابرول . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۸:۲۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د رابعه بلخي روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د 45 قلمو مطبوع قرطاسیه د پروژه چې د                                                     ( MOPH/ RBH/1404 . . .

Back to tenders