د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د اورتوپیدی تخنیکي او فزیوتراپي مرکزونو د اړتیا وړ اورتوپیدي تخنیکي او فزیوتراپي مصرفي توکو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/DRP/NCB/1403/G01 ده تړون یې د (الشفاء شریف تجارتي لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (63577) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (قومندانی مرکزي هرات,هرات، افغانستان) کې دی.
د تړون لومړنۍ بیه (17,984,526) اوولس میلیونه نهه سوه څلور اتیا زره پنځه سوه شپږویشت افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.