د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکز او دوهم واحدونو د خدماتی کارمندانو د ژمی البسی د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا!

 

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکز او دوهم واحدونو د خدماتی کارمندانو د ژمی البسي تړون چی د پیژندني شمیره یی MOPH/ NCB/1402/G-20. ده (خدمات لوژستکی ده یک غزنی) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (75877) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (نو آباد قلعه موسی علی، مرکز کابل، کابل) کې دی. چې د تړون بیه (1,208,500) یو ملیون دوه سوه اته زره پنځه سوه افغانی ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان د خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړون ګټونکی داوطلب ته ورکړي:

د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو څو د 2 دوله تیل او مایع گاز د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G04) ریفرینس نمبر لرونکې ده، . . .

Back to tenders