د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم ، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزرت د اتاترک د ماشومانو ملي روغتون ریاست په پام کې لري، څو د اړتیا وړ 203 قلمه درملو، ریجینټونو لابراتوار، وینې بانک او طبي ملزمې پروژې تړون د برادران اکبري شرکت ته، چې د 5657-0101 ګڼې جواز لرونکی دی د (12,000,000) دولس میلیونه افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.
د شرکت پته: د خیرخانې دوهمه حصه، مرکز کابل، افغانستان.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د اتاترک د ماشومانو ملي روغتون ریاست ته، چې د کابل طبي پوهنتون شاته کارته سخي کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.