د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
نور د سترګو د درملنې ملي او تخصصی روغتون د ۴۰ قلمه تنظیفاتي موادو د قرارداد ورکړې خبرتیا!
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نور ملي او تخصصی روغتون ریاست په نظر لري؛ څو د ۴۰ قلمه تنظیفاتي موادو قرارداد چې د تړون شمېره MOPH/NH/NCB/1403/G03 ده. د (مازیار حبیب خدماتو شرکت ) ته ورکړي، یاد شرکت د(83566) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( وزیراباد، قلعه فتح الله، ۱۲ سرک مرکزکابل) کې دی.
د تړون مجموعی بیه یې (948898) نهه سوه اته څلوېښت زره اته سوه اته نوي افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو نور د سترګو د درملنې ملي او تخصصي روغتون ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.