د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د جمهوریت روغتون په پام کې لري؛ څو د (45)قلمو تنظیفاتي موادو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره MopH/JAMH/NCB1403/G008 ده تړون یې د (شرکت خدمات لوژستیکي وینوس اکسل لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (55858) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( صدارت څلور لارې دوهمه ناحیه،کابل افغانستان ) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه ( 2099500)دوه ميليونه نهه نوي زره پنځه سوه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د جمهوریت روغتون ریاست ته، چې دشت برچي، مهتاب قلعه ایستګاه، محمد علي جناح روعتون کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.