د تړون ورکړې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د څارنې ریاست ودانۍ بیارغونې پروژه چی د تړون شمیره یی(MOPH/NCB/1403/W-06) ده. د (د ځلاند ابراهیمی ودانیز او سرک جوړونې شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (66206) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شهرنو، مرکز میدان شهر،میدان وردگ) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (860,100) اته سوه شپیته زره او سل افغانی ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.