د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انسټیټیوټ په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره 66 قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه بابو د تهيه او تدارک کولو تړون، چې ریفرینس شمېره یې MOPH/NCB/IGICH/1404/G7 ده، د بهجه تجارتي شرکت ته، چې د 0101-15324 شمېرې جواز لرونکی دی او موقعیت یې د کابل مرکز دوهمې ناحیې صدارت څلور لارې کې دی، د (1,240,430 افغانیو) مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان، چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې د دلایلو په ذکر کولو سره د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انسټیټیوټ ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې لسم سړک کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

یادونه: دا خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د دې وزارت اړوند  (  د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون د اړتیا وړ ۱۷۲ قلمه طبي ملزماتو چمتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۵
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د(یو قلم طبي اکسیجن، 1405کال) پروژې داوطلبۍ پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1405/G001)  شمېرې لرونکې ده، . . .

Back to tenders