د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چي د دې روغتون اړوند د ۱۴۰۳مالي کال لپاره د ۳۹ قلمو تنظیفاتي موادو تدارک او چمتو کولو تړون، چې د MOPH/EH/1403/NCB/G005 شمېرې لرونکی دی د یاران کوشا تجارتي او لوژستیکي شرکت ته، چې د ۸۶۲۹۴ جواز شمېرې لرونکی دی د (۲۴۱۸۷۳۰) افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د لاملونو سره یو ځای د استقلال روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت شپږمې ناحیې دارالامان سرک ته څېرمه د علاوالدین درې لارې کې موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون عقد په معنا نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.