د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت اړوند، رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري چي د دې روغتون اړوند د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ۳۵ قلمو تنظیفاتي موادو د تدارک او چمتو کولو تړون چې د MOPH/RBH/1403/NCB/G004 شمېرې ریفرینس لرونکی دی د ده یک غزني خدماتو لوژستیکي شرکت ته، چې د کابل ولایت، لسمه ناحیه اړوند نوآباد، قلعه موسی سیمه کې موقعیت لري او د  ۷۵۸۷۷  جواز شمېرې لرونکی دی د (۲۲۰۰۱۰۰) دوه میلیونه، دوه سوه زره او سل افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د لاملونو سره یو ځای د رابعه بلخي روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت، دویمې ناحیې اړوند، فروشگاه سیمه کی موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو  به تړون نه لاسلیک کېږي

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د کنترول سرطان   اٰروند د  ریجینت او مصرفی موادو  تدارک پرژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1276) ګڼې درلودونکې ده، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

د داوطلبي د بیا ځلې خبرتیا !

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د پکتیا ولایت حوزوی روغتون لپاره د CT-SCAN ماشین د برابرولو تدارک پروژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1242) ګڼې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders