د جسدونو مدیریت تر عنوان لاندې پنځه ورځنی عملي او نظري ښوونیز ورکشاپ ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي همکارۍ د مرکز کابل د عدلي طب او د لوګر، کاپیسا، پروان، پنجشېر، غزني او میدان وردګ ولایتونو د عدلي طب ګڼ شمېر کارکوونکو ته په جګړو او ناورینونو کې د جسدونو مدیریت تر عنوان لاندې پنځه ورځنی عملي او نظري ښوونیز ورکشاپ ترسره شو.
له دې ښوونیز ورکشاب وروسته به دغه کارکوونکي وکولای شي، چې په راتلونکي کې په لا مسلکي او ښه ډول د طبعي پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې د نورو اړوندو څانګو په همکارۍ مسؤلانه ډول خدمتونه وړاندې کړي.