د جنازې اعلان! 

Panah_moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د سرپرست وزیر، د مور بي بي د وفات له امله ټولو محترمو دوستانو او همکارانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرحومې د جنازې ادأ کولو مراسم نن د چهارشنبې ورځ چې د کب مياشتې له څلورمې نېټې سره سمون خوري د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ مارزک کلي کې تر سره کېږي. 

الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

یادونه: د فاتحې مراسم چې وروسته به ان شاءالله په کابل کې ترسره کېږي، ورځ، وخت او نېټه به یې تاسو سره شریکه شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د مرستې غږ

د پکتيکا ولايت په ګيانې ولسوالۍ کې د را منځته شوي طبيعي  حادثې " زلزلې" له کبله زيات هيوادوال شهيدان او ټپيان دي ، د لمړنيو روغتيايي مرستو په خاطر د عامې روغتيا وزرات له لوري روغتيايي . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د نور روغتون د Retina او Occuloplasty څانګې فعاله شوې:

د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیایی خدمتونو د زیاتوالي په موخه د نور روغتون د Retina او Occuloplasty څانګو په کار پیل وکړ.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې له پاکستان څخه د سترګو د متخصصینو . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۰:۲۷
Background image

په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

کابل، ۲۲/۱۰/۱۴۴۳/ هـ . ق ۲/۳/۱۴۰۱ هـ. ش : د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ نن په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل . . .

Back to announcements