د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو مخنیوي ټیم د ناشنوايان عالي لېسې زده‌کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲۰
moph

د دې پروګرام موخه د نشه‌ يي توکو د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه د زده‌ کوونکو د پوهاوي کچې لوړول او د هغوی د وقايوي روحیې پیاوړتیا وه.

په دغه پروګرام کې د نشه‌ يي توکو د استعمال له امله پر جسمي او رواني روغتیا د منفي اغېزو او د ناوړه ټولنیزو او اخلاقي پایلو په اړه معلومات وړاندې شول.

همدارنګه د تنکیو ځوانانو د نشه‌ يي توکو د کارونې پر لور د تمایل لاملونو، لکه د ملګرو اغېز، کورنۍ ستونزې، رواني او ټولنیز فشارونه او د ناسالم چاپېریال په اړه بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د نشه‌ يي توکو د استعمال مخنیوي برخه کې د کورنۍ، ښوونځي او ټولنې پر مهم رول ټینګار وشو او د نشه‌ يي توکو د زیانونو په اړه د اسلام د مبارک دین لید لوری هم بیان شو.

 په پای کې زده‌ کوونکو خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح او د نشه‌ يي توکو له استعمال د مخنیوي لارو چارو په اړه یې بحث کې ګډون وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

د دغو ولایتونو د عامې روغتیا رياستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو، د ولایتونو په مرکزونو کې له روغتیايي کلينيکونو او اړوندو تأسیساتو څخه د څارنې پایله کې په هرات ولایت کې یو درملتون او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د سنبلې میاشت کې د خوړو تنظیم او جواز ورکولو په برخه کې ګڼ تخنیکي او اجرائیوي فعالیتونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند، خوراکي توکو ته د جواز ورکولو، ثبت او زمينې برابرولو ریاست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د خوړو تنظیم، ثبت، جواز ورکولو او. . .

BACK TO NEWS