د خصوصي روغتونونو څخه نظارت

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۲۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

د یاد نظارت موخه د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي؛ د نظارتونو یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې، په ترڅ کې یې له کیور، نسأ نسایي ولادي او افغان میرسي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د سنتي طبابت د چارو تنظیم ریاست په نوښت او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د پلخمري ښار په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیم د پلخمري ښار له ۳۳ خوراکي او درملیزو تأسیساتو څخه نظارت وکړ.

 د دې نظارت پایله کې ۵۱ قلمه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او WVI مؤسسې ترمنځ په هرات ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۱۵۳ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري هرات ولایت کې د رواني او لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له World Vision International-WVI مؤسسې سره د (۱۵۳۰۰۰) یو سل درې پنځوس زره ډالرو په. . .

BACK TO NEWS