د خصوصي سکتور روغتیایي کارکوونکو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۴۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست له لوري د روغتیايي مرکزونو کارکوونکو ته د واحد یونیفورم قانون د تشریح او په روغتونونو کې د ښځلو او بې کاره طبي توکو د مدیریت په اړه یو ورځنی رونیز سمینار ترسره شو

یاد روزنیز سمینار چې د امیري روغتون په تالار کې جوړ شوی و، په کې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس، د مرکز کابل خصوصي روغتونونو مسؤلینو او د طبي پاتې شونو (ښځلو) راټولولو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

د یاد سمینار په پرانیسته کې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکتر احمد خندان وویل: “ د اسلامي امارت او عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ پالیسي په افغانستان کې د دولتي روغتیايي سکتور سربېره د خصوصي روغتیايي سکتور پیاوړتیا او د باکیفیته او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي”.

په دې سمینار کې همداراز د امیري کمپلکس مرستیال، انجینر سیلاب د ګډونوالو په استازیتوب د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل، د عامې روغتیا وزارت په تېرو دریو کلونو کې بې سارې لاسته راوړنې لرلې، چې د ستایلو وړ دي.

نوموړی دغه راز د روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه په روغتیايي سکتور کې د پانګونې او ملاتړ په موخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS