د "خوراکي توکو په تأمين کې د خطر او بحران مدیریت" درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
MOPH

دا پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او سرويلانس ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ، د ياد معينيت د خوراکي توکو د خطر تحلیل او سرويلانس او د څارنې او پلټنې ریاستونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته د خوړو او درملو معینیت په عمومي تالار کې پیل شو.

د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د خوړو د خوندیتوب لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي د خطر مدیریت او د خوراکي بحرانونو پر وړاندې د چمتووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین د تخنیکي وړتیاوو لوړولو، نړیوالو معیارونو پلي کولو او د مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته اړتیا لري.

نوموړي د دغه روزنیز پروګرام له زده‌کړو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او په کاري چاپېریال کې یې په پلي کولو ټینګار وکړ.

په دغه درې ورځني روزنیز پروګرام کې به د خوراکي توکو د تولیدي فابریکو د څارنې او پلټنې پر بنسټ د خطر مدیریت، د خطرونو په کمولو کې د څارنې رول، د خطر او بحران مدیریت نړیوال معیارونه، په نړيواله کچه د خوراکي بحرانونو د واقعي بېلګو ارزونه، د خطر پر بنسټ د خوراکي توکو د تولیدي فابریکو طبقه‌بندي، په بحراني شرایطو کې د خوراکي توکو د تأمین مدیریت، په افغانستان کې د خوراکي توکو د څار سیسټم او یو شمېر نور مهم موضوعات تر بحث لاندې ونيول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS