د خوست او غور ولایتونو په دوو ښوونځیو کې د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۱۲
moph

دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د خوست ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د یاد ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند د خلبسات ښوونځي او د غور ولایت د روږدو درملنې ۲۰ بستریز روغتون د ګرځنده روغتیايي ټیم له لوري د پوزه‌ لیچ ښوونځي زده کوونکو او استادانو ته ترسره شول.

په دې پروګرامونو کې د نشه‌ یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه هر اړخیز ډول تشریح او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي، فزیکي، ذهني او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه‌ یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۲
Background image

مولوي حمدالله زاهد د درملو وارداتو اسانتیاوو لپاره روسیې ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلی مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوی افغان سوداګرو ته د درملو واردولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه روسیې هېواد ته په سفر ولا

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د کابل ښار کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارتي کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

مولوي عبدالولي حقاني د حضرت بلال روغتون او کيور کلينيک څخه ليدنه وکړه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د حضرت بلال ۵۰ بستريز روغتون او کيور کلينيک څخه ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې. . .

BACK TO NEWS